Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

طالبان: يوه اوونۍ کې د کانونو او تېلو له درکه ۲۰۰ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوی

0
د طالبانو حکومت ویلي چې یوه اوونۍ کې یې د کانونو او تېلو له درکه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی.


باختر اژانس د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په حواله لیکلي چې څه باندې دوه سوه میلیونه افغانۍ / درې اعشاریه نهه میلیونه ډالره عاید یې د تېلو د سکتور او د نورو کانیزو پروژو له لارې ترلاسه کړي چې بې سارې دي.


د راپور په اساس تېره میاشت کې طالبانو د کانونو له درکه ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عاید ټول کړی.


د کانونو د برخې پوهان اندېښمن دي چې د طالبانو حکومت په پراخه کچه له اساسي ارزونو پرته د کاني سرچینو استخراج پيل کړی او تړونونه یې کړي چې ښايي اوږدمهال کې ستونزې پيدا کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса