Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

څلورو هېوادونو په ګډه د فوټبال نړیوال جام کوربتوب لپاره وړاندیز کړی

0
څلورو هېوادونو په ګډه د ۲۰۳۰ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو د کوربتوب لپاره وړاندیز کړی دی.


ارجنټاین، چیلي، یوروګوای او پاراګوای هغه څلور هېوادونه دي، چې په ګډه یې د فوټبال له نړیوال فدراسیون یا فیفا غوښتي څو د ۲۰۳۰ کال نړیوال جام سیالۍ دې په دې څلورو هېوادونو کې وکړي.


یوروګوای په ۱۹۳۰ کال کې د فوټبال د لومړني نړیوال جام کوربه و او اوس غوښتنه کوي، چې سل کاله وروسته دې په ۲۰۳۰ کال کې بیا نړیوال جام په یوروګوای او ګاونډيو هېوادونو کې یې وشي.


د جنوبي امریکا د کنفدراسیون مشر الیاندرو دومینګیز ویلي، چې دا د جنوبي امریکا د خلکو لویه هیله ده چې نړیوال جام د دوی په هېوادونو کې وشي.


د فوټبال د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام په قطر کې کېږي او د امریکا متحده ایالات، کاناډا او مکزیک به د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کوربانه وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса