Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د طالبانو حکومت يو کال کې د ۱۳.۲ ميليارده افغانۍ عوايدو راټولېدو خبر ورکړ

0
د طالبانو حکومت د کانونو او پترولېم وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې څه باندې ۱۳.۲ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.


د دې وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ملت ته د طالبانو د حکومت لخوا د راپور ورکولو د اوونۍ په مناسبت پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د کانونو او پترولېم وزارت په تېر یوه کال کې د ۱۵۸ کوچنيو کانونو قراردادونه لاسلیک کړي او د ۱۳ لویو کانونو پروژې یې داوطلبۍ ته سپارلي دي.


نوموړي ویلي چې د کانونو د سکتور د ستراتیژیک پلان سند تطبیق، د لویو کانونو پر پروژو کار کول اود پانګونې جذب، د کانونو په سکتور کې د حقوقي اسنادو تکمیل او په ټولو پروسو کې د رونټیا رامنځته کول په روان کال کې د یاد وزارت کاري لومړیتوبونه دي.


د طالبانو حکومت د کانونو او پترولېم وزارت داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبره کوي چې تر دې مخکې د افغانستان د کانونو د استخراج په څرنګوالي، قرادادونو او په ټيټه بیه پلورلو یې نیوکې شوې وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса