Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

انتوني بلېنکن د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره پر افغانستان خبرې کړي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، چې کمبودیا ته تللی، په دغه هېواد کې د قطر له باندینو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان آل ثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.


د قطر د باندنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې لیکلي چې د کمبودیا د کنفرانس په څنډه کې یې له خپل امریکايي ساري سره د افغانستان د حالاتو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړي دي.


د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو دا خبرې وروسته له دې کړي چې د شنبې په ورځ (جولای ۳۰) د امریکا بې پېلوټه الوتکو په کابل کې د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري برید وکړ اونوموړی یې وواژه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса