Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د امريکا د وروستي بريد په غبرګون کې يو شمېر ولايتونو کې لاريونونه وشول

0
د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته نن د کابل په شمول په ننګرهار، خوست، پکتیا، مزار شریف، زابل او څو نورو ولایتونو کې زرګونو کسانو په کابل کې د امریکا د وروستي برید پر ضد لاریونونو کې ګډون وکړ.



راپورونه وايي په ځینو سیمو کې طالب مشرانو او د جوماتونو ملا امامانو له خلکو غوښتي وو چې د جمعې له لمانځه وروسته دې په دې مظاهرو کې برخه واخلي.


مظاهره چیانو پر افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې وروستی برید وغانده او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول.


په ځینو مظاهرو کې د پاکستان د پوځ د استخباراتي اداري (ای ایس ای) پر ضد شعارونه هم لیدل کېدل.




د شنبې په ورځ (د جولای ۳۰مه) د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو خو طالبانو له بریده څلور ورځې وروسته په یوه اعلامیه کې په کابل کې د الظواهري له اوسېدو بې خبرې څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې اړه به پلټنې وکړي.


طالبانو همدارنګه په کابل کې د امریکا دا برید د "نړیوالو اصولو او دوحې له تړون سرغړاوی" وباله.


خو امریکايي چارواکي بیا د طالبانو حکومت تورنوي چې په کابل کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهري ته د خوندي ځای په برابرولو، د دوحې په تړون کې کړې ژمنه ماته کړې ده.


د کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې نن دا مظاهرې په داسې حال کې وشوې چې طالبان عموماً خلکو ته د مظاهرو اجازه نه ورکوي او تر دې مخکې یې د هغو ښځینه فعالانو مظاهرې چې د ښځو حقونه غواړي، ځپلي او خورې ورې کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса