Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د اماراتو له زندانه ۱۲ افغانان خوشې او افغانستان ته ستانه شول

0
د طالبانو حکومت وايي، چې د متحده عربي اماراتو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ۱۲ افغانان نن بېرته افغانستان ته ستانه شول.


د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي، چې افغان بندیان خوشې کړي.


په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لسګونه افغان اتباع د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې بندیان دي.


دا نه دي ویل شوي، چې دغه افغانان د کوم جرم په تور بندیان شوي وو.


متحده عربي اماراتو تر اوسه د هغه هېواد له زندانه د ۱۲ افغانانو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса