Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

په کندهار او هلمند کې صرافانو او پولي شرکتونو لپاره نوې طرحه جوړه شوې

0
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په کندهار او هلمند ولايتونو کې صرافانو او پولي شرکتونو ته د جواز اخيستلو په برخه کې د يوې نوې طرحې د جوړېدو خبره کوي.


دغه بانک په خپل ټويټر ليکلي، چې د بانک لومړي مرستيال نور احمد اغا د يادو ولايتونو له صرافانو او پولي شرکتونو له استازو سره په کتنه کې د يادې طرحې پر تطبيق ټينګار کړی.


د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د يادې طرحې په تطبيق سره به صرافان او د پولي شرکتونو مالکان وکولای شي خپل جوازونه او نور هغه اړوند اسناد چې په پولي راکړه ورکړه کې تر کار اخيستل کېږي په اسانۍ سره تمديد او ترلاسه کړي.


دغه بانک په داسې حال کې د یادې طرحې د جوړېدو خبره کوي، چې له دې وړاندې صرافانو د خپلو جوازونو د تمدید په برخه کې د افغانستان بانک سره په ځلونو د ستونزو خبره کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса