Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

پر غزه د اسراییلو د بریدونو دوام؛ تراوسه ۱۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
په غزه کې د اسراییلو د پوځ هوايي او توغندويي حملو نن د دوهمې ورځې لپاره هم دوام درلود.


اسراییلو نن شنبې یوځل بیا د غزې پر تړانګه حملې وکړې او فلسطینیانو هم د ځوابي حملو په ترڅ کې د اسراییلو پر ښارونو راکټونه وتوغول.


دا تاوتریخوالی وروسته له پیل شو، چې د اسلامي جهاد ډلې پرضد د اسراییل عملیاتو د ګډ سرحد په اوږدو کې یو کلن امن پای ته ورساوه.


د جمعې په ورځ اسراییلو د اسلامي جهاد ډلې یو جګپوړی قوماندان د غزې په یوه لوړه ودانۍ کې په یوه ناڅاپي حمله کې وویشت او په ځواب کې فلسطینیانو د اسراییلو پر ښارونو توغندویي حملې پیل کړې.




اسراییلو نن وویل، د اسلامي جهاد ډلې پر هغو وسله والو یې بمباري کړې چې د دوی پر پوستو حملو ته یې تیاري نیوله.


عیني شاهدانو وویل، اسراییلو په دې حملو کې پنځه نور کورونه هم په نښه کړل چې په پایله کې یې د غزې په ښار کې لویې چاودنې وشوې. فلسطیني وسله والو ډلو هم په ځوابي حملو کې د اسراییلو پر ښارونو ۱۶۰ توغندي وویشتل او ورسره د بیت المقدس او تل ابیب ترمنځ د اسراییل په مودین نومي ښار کې د حملو آلارمونه وغږېدل او خلک خوندي پټنځایونو ته په منډو شول.



د اسراییلو د امبولانس د خدماتو چارواکو ویلي دي، چې ډېری توغندي کشف او شنډ شوي او د جدي مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.


ملګروملتونو، مصر او قطر هڅې پیل کړي دي، چې دا کړکېچ پای ته ورسوي خو د څارونکو په نظر دا به تر ډېره په دې پورې اړه ولري چې آیا اسلامپاله حماس ډله چې پر غزې واکمنه ده په جګړه کې ورګډېږي که نه.


د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو په حملو کې د اسلامي جهاد ډلې د ۴ غړو او یوه ماشوم په ګډون ۱۴ تنه فلسطینیان وژل شوي او لږترلږه ۱۱۰ نور خلک ټپیان دي.


اسلامي جهاد ډلې د خپلو وژل شویو غړو په اړه جزییات نه دي ورکړي او د سمدستي اوربند خبره یې هم رد کړې ده.


د دې ډلې یو مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې دا وخت د اوربند نه بلکې د مقاومت دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса