Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

پاکستان او هندوستان ته د افغانستان د تازه میوو صادرات زیات شوي

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د تېر کال په پرتله پاکستان او هندوستان ته د تازه میوو صادرات زیات شوي.


د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، د تېر میلادي کال په ورستیو شپږو میاشتو کې د صادراتو کچه ۴۸۰ میلیونه ډالره وو، خو د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کچه ۷۵۰ میلیونو ډالرو ته پورته شوې.


د ښاغلي مومند په خبره، که د تازه میوو صادرات په همدې ډول روان وي ښايي د صادراتو کچه تر راتلونکو څو میاشتو پورې څو چند لوړه شي.


دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان د تازه میوې صادرونکو ویلي وو، چې د تېر کال په پرتله یې د خټکیو او انګورو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.


دوی ویلي، چې د بزګرانو مصارفو ته په کتو د خټکیو او انګورو قیمتونه ټیټ دي او د مناسب مارکېټ نشتون د دوي لپاره ستونزې جوړې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса