Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

امریکا پر افغان شیعه ګانو وروستي بریدونه وغندل

0
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د عاشورا په ورځو کې هغه خونړي بریدونه چې د کابل په شیعه مېشتو سیمو کې شوي او مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستی په کلکه غندلي دي.


سفارت په خپله ټوېټرپاڼه کې د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ پر عبادت کوونکو برید د غندنې وړ عمل بللی او ویلی یې دي چې افغانان باید وکولای شي چې په سوله کې عبادت وکړي.


د کابل په لویدیځ کې چې اکثریت وګړي یې شیعه ګان دي د جمعې او شنبې د ورځې په بریدونو کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.


په کابل کې مېشت شیعه وګړي وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د عاشورا مراسم متفاوت و او دا مراسم یوازې تر تکیه خانو پورې محدود شوي وو.


د کابل د دشت برچي یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، طالبان د عاشورا له مراسمو سره اشنا نه و او د دوی لپاره یې د دې ورځې نمانځل سخت کړي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса