Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

طالبان: پکتیکا کې د درېیو پاکستاني طالبانو د وژنې په اړه څېړنه کوو

0
پاکستاني طالبانو او د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي پرون دوشنبې تایید کړه چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي ټي جګپوړی مشر عبدالولي چې په عمر خالد خراساني مشهور و له خپلو درېیو همکارانو سره په افغانستان کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.


د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.


خراساني هغه قوماندان و چې متحدو ایالتونو یې پر سر درې میلیون ډالره انعام ټاکلی و.


نوموړی یوه اونۍ وروسته له هغې په افغانستان کې وژل کېږي چې امریکا په کابل کې د بې بیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ.


د راپورونو له مخې خراساني او ملګري یې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ظاهراً هغه مهال په یوه ماین چاودنه کې ووژل شول چې په یوه موټر کې یې سفر کاوه.


خو دغو سرچینو د خپل هویټ پټ ساتلو په شرط رویټرز ته ویلي، په اوس وخت کې نه شي ویلی چې د دغې حملې تر شا د چا لاس دی.


د طالبانو یوه بل قوماندان احسان الله احسان په یوه ټوېټ کې د خراساني مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې نور هغه د دوی په منځ کې نه شته.


د خراساني ډلې په پاکستان کې پر پولیسو، پوځیانو او اقلیت شیعه مسلمانانو او مسیحیانو د څو حملو مسوولیت اخیستی چې په نتیجه کې یې په سلګونو کسان وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса