Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د خيبرپښتونخوا پولیسو په مټه کې وسله والو سره نښته کړې

0
د خيبرپښتونخوا په سوات کې پولیس وايي چې په مټه کې له وسله والو سره په نښته کې یو پولیس افسر ژوبل شوی دی.


د سوات ځايي پولیسو پرون رسنیو ته ویلي، د مټې په شاوخوا کې د وسله والو د شتون معلومات ترلاسه شوي ول چې پر ضد يې د اقدام لپاره د پوليسو ډله ولېږدوله.


د پولیسو په بیان کې راغلي، د شور او سردان په غرونو کې عملیات روان و چې نښته وشوه او یو پولیس په کې ټپي شو.


ځينو نورو حکومتي سرچينو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې په دې پېښه کې څلور پولیس ټپیان شوي، خو دا شمېر رسماً نه دی تایید شوی.


له وړمې ورځې راهیسې چې څو تنه لوړپوړي پاکستاني طالبان افغانستان کې ووژل شول، دا پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې دوهمه پیښه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса