افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو ته د کار زمینه برابرېږي
دغه سازمان په خپله ټوېټرپاڼه کې د رضا په نوم د یوه افغان ځوان له تصویر سره یوځای کښلي چې نوموړي هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته خپل ژوند ته د سمون ورکولو په برخه کې ستونزه درلوده خو د نوي کسب په زده کولو سره یې د ځان لپاره کار پیدا کړ.
رضا ویلي چې په ۲۰۱۶ کال ایران ته تللی و او له دوو کالو کډوالۍ وروسته چې له ډېرو ستونزو سره مخ و، بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په داسې حال کې افغانستان ته له بېرته ستنېدونکو سره په ټولنه کې د بېرته جذبېدو په برخه کې ځینې مرستې کوي چې له دې هېواده د افغانانو د وتلو لړۍ روانه ده او هره ورځ په زرګونو کسان ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته د وتلو تکل کوي.
