Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

امریکا د ماین پاکۍ لپاره له اوکراین سره ۸۹ میلیون ډالره مرسته کوي

0
متحدوایالتونو ویلي، له اوکراین سره به د ۸۹ میلیون ډالرو مرسته وکړي څو د روسیې له خوا په دې هېواد کې ښخ شوي ماینونه لیرې کړي.


دا پیسې د ماین پاکۍ د سلو ډلو د فعالیت د لګښتونو، د اړتیاوړ تجهیزاتو د پېرلو او د کسانو د روزنې لپاره په پام کې نیول شوي.


د دې ډلو دنده به د یوه کال لپاره د ماینونو او ناچاودو مهماتو ایستل وي.


د امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې د روسیې له بې دلیله یرغل وروسته د اوکراین د خاورې لویه برخه په ماینونو او ناچاودو مهماتو پوښل شوې ده.


اخوا د اوکراین په ختیځه دونېڅک سیمه کې چې له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرته ده پرون یوځل بیا د درنو جګړو راپورونه ورکړل شول.


روسیې په دې سیمه کې د عملیاتو نوې لړۍ پیل کړې چې هدف یې په دونباس سیمه کې د ولکې پراخول دي.


د اوکراین د پوځ ستر درستیز پرون اعلان وکړ چې د روسيې پوځ پر دونېڅک سیمې له څو خواوو د برید هڅه وکړه.


اوکرایني چارواکو ویلي دي چې د دوی ځواکونه په دې سیمو کې کلک مقاومت کوي او خپل سنګرونه یې ساتلي دي.


روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې په نتیجه کې یې دې هېواد ته د سرو مال ډې تاوانونه رسېدلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса