امریکايي پولیسو یو افغان د څلورو کسانو د وژنې په تورن نیولی
د نیو مکسیکو په البوکِرک ښار کې پولیسو له څو ورځنیو پلټنو وروسته د محمد سعید په نوم ۵۱ کلن افغان د څلورو افغان او پاکستاني وګړو د قتل په تور ونیوه.
په دې ډله کې یو تن په تېره نومبر میاشت کې او درې نور په تېرو څو اونیو کې وژل شوي وو.
پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته ویلي چې ښايي قاتل به له دې کسانو سره شخصي دښمني لرله.
