Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

آی آر سي: بشري او اقتصادي ناورین ښايي تر ۲۰ کلنې جګړې زیات افغانان ووژني

0
د ژغورنې نړیواله کمېټه یا آی آر سي وايي، په افغانستان کې اوسنی بشري او اقتصادي ناورین ښايي په دې هېواد کې تر ۲۰ کلنې جګړې زیات افغانان ووژني.


د دې کمېټې یوه اعلامیه کې لیکل شوي، وروسته له دې چې په افغانستان کې واک طالبانو ونیوه، د خلکو اړتیاوې ډېرې زیاتې شوي او لوږې او بې‌وزلۍ ټول هېواد نیولی دی.


یوه مېرمن بس بي‌بي نومېږي او د غزني اوسېدونکې ده.


هغه د خپلې بې‌وزلۍ، ولږې او خراب ژوند کیسه کوي، خو دا شکایت هم لري چې د دوی په نوم مرستې په نورو وېشل کېږي.


نوموړې وايي: "دا مو ټول طعام دی. دا مو ټوله وچه ډوډۍ ده. دا دسترخوان ګورئ، دا مې د پلار له څادر جوړ کړی دی، موږ د یوه دسترخوان د اخیستو توان نه‌لرو. دا مو ټول ژوند دی. دا د کلي مشرانو هم د خوار او غریب غم‌ نه‌دی خوړلی. د جومات په مخکې لېستونه جوړي کړي وايي د ولایت مخته ورشئ، هلته چې ولاړ شو، کار نه کېږي، نه پوهېږو چې څه وکړو."


دا شاید په افغانستان کې د هر دوهم کور کیسه وي.


تازه د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي انزوا په اړه خبرداری ورکړی.


دې کمېټې یوه اعلامیه چې د اګست په اتمه یې خپره کړې لیکلي، افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او کېدای شي دا ناورین د تېرو شلونو د جګړې په پرتله زیات خلک له‌منځه یوسي.


د ژغورنې نړیوالې کمېټې په اعلامیه کې راغلي: "اقتصادي انزوا د افغانستان اقتصاد له خطر سره مخ کړی او د بې‌وزلۍ او لوږې لامل شوی او د خلکو اړتیاوې یې ډېرې زیاتې کړي دي."


په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د افغانستان بانکي سیسټم په ټپه ولاړ دی او پراختیايي مرستې چې ډېری دولتي خدمات یې تمویلول، په ټپه درېدلي دي.


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد که څه د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د اعلامیې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره اوږد‌مهاله پروګرامونه لري چې عملي کېدل یې وخت غواړي.




مجاهد وویل: "زموږ اقتصادي وضعیت هم د هغه په پرتله چې نسبتاً تصور یې کېده ښه دی. د افغانۍ نرخ وساتل شو. داسې مهال چې په ګاونډیو هېوادونو کې تاسې د اسعارو نرخ مطالعه کړئ، ایران و پاکستان دواړه، هلته د ډالرو پر وړاندې د هغوی کرنسي ټېټېږي او ارزښت له لاسه ورکوي."


خو طالبان د اقتصادي پرمختګ لپاره یوازې هغه پروژې یادوي چې د جمهوري نظام پر مهال یې پلان جوړ شوی او یا یې هم عملي چارې پیل شوي دي.


د بېلګې په توګه ټاپي، کاسا زر، د کانونو کېندنه، افغانستان د اتصال په مرکز بدلېدل، ایران، چین، ترکمنستان او نورو سره د ریل پټلۍ له لارې سوداګري او یو شمېر نور هغه کارونه چې د مخکني حکومت پر مهال عملي شوي او ان ډېر یې بشپړېدو ته نږدې دي.


خو له دې ټولو سره سره، د نړیوالو سازمانونو راپورونو پر بنسټ افغانستان ورځ تر بلې د پیسو له کمښت او اقتصادي بحران پراخېدو سره هم مخ کېږي.


په ورته وخت کې د ژغورنې نړیواله کمېټه هم په افغانستان کې د اوسني ناورین د مخنیوي لپاره له نړیوالو شریکانو سره یوځای د هڅو خبره کوي او زیاتوي، افغانانو ته باید نغدې مرستې ورسېږي، څو ژوند یې وژغورل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса