Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د طالبانو مشر تازه یو ۱۳ماده یي فرمان صادر کړ

0
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې د خپلو نادرکه شویو غړیو او نورو کسانو په اړه یو دیارلس ماده یې فرمان صادر کړی.


د دغه فرمان له مخې چې متن یې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه خپور کړی تر ډېره د د ورثه و ترمنځ د دغو نادرکه شویو کسانو تر شاه د پاتې شویو جایدادونو د ترکه کېدو پر څرنګوالي او د هغو د کونډو پر مدني وضعیت څرخي.


د فرمان له مخې حنیفي فقه حکم کوي، هغه کسان چې په جنګونو یا هغو ځایونو کې ورک شوي چې د مرګ احتمال یې ډېر زیات دی او ډېر وخت هم په تېر شوی وي نو هغه مړ حسابېږي.


د دغه فرمان په یوه برخه کې دغه راز ویل شوي چې د محمې ترحکم وروسته به د شهیدانو جایدادونه او ملکیتونو د شریعت د احکامو له مخې د دوی پر ورثو ویشل کېږي.


د طالبانو مشر د تېرو جګړو په ترڅ کې د ورکو شویو کسانو په اړه دغه فرمان داسې مهال صادروي چې تراوسه په دې هېواد کې د ورکو شویو کسانو دقیقه شمېره نه ده معلومه خو ویل کېږي په زرګونو کسان د تېرو جګړو په ترڅ کې تري تم شوی دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса