Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

چارواکي: د اوکراين په ختيځ کې سخته جګړه روانه ده

0
په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین په دونباس کې د ټولو صنعتي سیمو د نیولو لپاره پوځي هڅې ګړندۍ کړي، چارواکو نن سهار وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د پیسکي ښار په شاوخوا سخته جګړه روانه ده.


په دونیڅک کې د مسکو ملاتړې ادارې یوه چارواکي وویل چې پیسکي چې د دونیڅک د مرکز په شمال لویدیځ لس کیلومترۍ کې د جګړې لومړۍ کرښه کې پروت دی، د روسیې او بیلتونپالو ځواکونو پرې ولکه ټینګه کړې.


خو اوکرایني چارواکو دغه ادعا رد کړې او ویلي يې دي چې دې ښار کې سخته جګړه روانه ده.


د رویټرز د راپور له مخې مسکو پر دونباس سیمې چې دونیڅک او لوهانسک په‌کې شامل دي، وروسته له هغې ډېر تمرکز کړی چې په فبرورۍ کې پر اوکراین د یرغل په لومړیو ورځو کې د پلازمېنې کییف په نیولو کې پاتې راغی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса