Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه کړې

0
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، سېلونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.


دې ادارې پرون (پنجشنبه) وویل چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بدخشان، کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، پروان، کابل، وردک، لوګر، پکتیکا، خوست، پکتیا، بامیان، دایکنډي، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل کېږي.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم، د ورښت اندازه به د ۱۰ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.


په وروستیو څو میاشتو کې د سختو ورښتونو له کبله سلګونه افغانانو ته د سر و مال تاوانونه اوښتي دي.


څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت له نړيوالو غوښتي وو چې د طبيعي پېښو له امله له زيانمنو شويو افغانانو سره مرستې وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса