Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

داعش ډلې د شيخ رحيم الله حقاني د وژنې مسؤليت ومانه

0
داعش یا د اسلامي دولت ډلې په کابل کې د طالبانو د یوه دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست.


حقاني پرون د کابل په شش درک سيمه کې په یوه مدرسه کې په انتحاري برید کې ووژل شو.


د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې انتحاري برید کې د رحیم الله حقاني ترڅنګ د نوموړي ورور او درې طالب زده کوونکي وژل شوي دي.


څلور طالب چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې انتحاري حمله کوونکی په پښه ګوډ و او چاودېدونکي مواد یې په مصنوعي پلاستیکي پښه کې ځای پر ځای کړي وو.


رحیم الله حقاني، چې د سلفي او پنج پیریانو له عقایدو سره د ژور اختلاف په لرلو مشهور و، دوه ځلې پخوا له حملو روغ وتلی و.


په ۲۰۲۰ کال د پېښور په یوه مدرسه کې د بريد پر مهال، چې د ده د وژلو په هدف وشو، لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса