Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د خپلې مبارزې کړنلاره اعلان کړه

0
د افغانستان د مقاومت ملي جبهې چې د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت کوي، د خپلې مبارزې کړنلاره اعلان کړه.


دا کړنلاره چې ۳۴ مادې لري، پرون د مقاومت ملي جبهې په خپله رسمي وېبپاڼه خپره کړې.


په دې کړنلاره کې طالبانو ته د "یاغیانو او د واک د غاصبینو" خطاب شوی، هغه کلمې چې طالبانو تل خپلو مخالفانو ته کارولې دي.


د ملي مقاومت جبهې په کړنلاره کې راغلي، سیاسي، ټولنیزو، قومي او نظریاتي توپیرونو ته له پام کولو پرته، د طالبانو پر ضد د ټولو مخالفینو يو ځای کول یې داعیه ده.


د ملي مقاومت جبهه داسې‌مهال د خپل وسله‌وال مقاومت کړنلاره اعلانوي چې سبا په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو یو کال پوره کېږي.


طالبانو لا تر اوسه د مقاومت ملي جبهې د کړنلارې د اعلان په اړه څه نه‌دی ویلي، خو وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د دوی پر ضد د هر ډول وسله‌‌وال مقاومت خبره رد کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса