Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د امریکا ځانګړی استازی: واشنګټن افغانانو سره مرستې ته ژمن دی

0
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، متحدایالات د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دی او د افغانستان د بشري بحران د حل په برخه کې ټینګ هوډ لري.


ویسټ بېګا پر خپل رسمي ټویټر ولیکل چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا له خوا د ۱۵۰ میلیون ډالره مرستې اعلان به د غذایي موادو د ناامنۍ د له منځه وړلو، د افغان ماشومانو د زده کړو د دوام او د ښځو او نجونو د ځواکمنولو په چارو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.


متحدوایالتونو له افغانستان سره د دې مرستې خبر په داسې حال کې ورکوي چې د تېرکال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د غذايي موادو د مصوونیت نه شتون او اقتصادي بحران د پراخېدو په حال کې دی او میلیونونه افغان ماشومان له تعلیم څخه بې برخې شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса