Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

افغان کرېکټ لوبډلې له ايرلنډ دويمه شل اوريزه لوبه هم وګټله

0
د افغانستان د کرېکټ ټیم پرون (دوشنبه) د ایرلنډ لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.


دا د دوو لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوره سیالي وه. تر دې وړاندې لومړۍ دوې شل اوره سیالۍ ایرلنډ او یوه افغانستان ګټلې وه.


پرونۍ مسابقه د باران د ورېدو له کبله یوولس اورونو ته کمه شوه، افغانستان په ټاکل شویو یوولس اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۲ منډې جوړې کړې.


د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې نجیب ځدراڼ وکړې چې په ۲۴ توپونو ۵۰ منډې وکړې خو راشد خان نه یوازې دا چې په لسو توپونو ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، په باولینګ کې ۲ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.


اوس دواړه ټیمونه مساوي دي او پنځمه مسابقه به، چې سبا (چهارشنبه) کېږي، د دې لړۍ ګټونکی وټاکي.


دا مسابقې د ایرلنډ په کوربه‌توب په بلفاست ښار کې کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса