Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

حامد کرزی: نږدې ده چې لور مې له ښوونځي محرومه شي

0
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، لور یې له ښوونځي څخه محرومېدو ته نژدې ده ځکه چې طالبان له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو حق نه ورکوي.


ښاغلي کرزي د جرمني له دویچې ویلې سره په مرکه کې وویل چې د ده لس کلنه لور، ملاله له شپږم ټولګي څخه فارغېدو ته نږدې ده او له شپږم پورته به درس نه شي ویلی.


طالبانو تېر کال له واک ته رسېدو وروسته ویلي و چې په نوي تعلیمي کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي خو خپله ژمنه یې د نړیوالو له فشارونو سره سره په ځای نه کړه.


پرون د طالبانو د بيا ځلي واک کال پوره شو، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.


پر کور دننه او بهر په ځلونو له طالبانو غوښتنه وشوه چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي، خو طالبانو ويلي چې په دې اړه د خپل مشرتابه امر ته انتظار دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса