Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د خوړو نړيوال پروګرام: د توکو د بيو لوړوالی به ګڼې کورنۍ د لوږې له ګواښ سره مخ کړي

0
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وایي، په افغانستان کې د خوراکي موادو د بیو بېساری لوړوالی به په دې هېواد کې ډېرې نورې کورنۍ له لوږې سره مخامخې کړي.


ډبلیو اف پي په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې په اوس وخت کې نږدې نولس ميلیون وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخامخ دي او شپږ ميلیونه یې هم قحطۍ ته ورنږدې دي.


ډبیلو اف پي ویلي، له دغو اړمنو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د روان کال تر پایه ۹۶۰ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.


د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو اف پي پرون په یوه بل ټویټ کې ویلي چې روان کال یې په افغانستان کې له ۲۱ ميلیون زیاتو زیانګالو خلکو سره مرستې کړي خو له دغو مرستو سره سره لوږه نه‌ده کمه شوې او اوس هم په ميلیونونو کسان هره شپه وږي بیدیږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса