Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

ترکیه اسراییلو ته خپل سفیر لېږي

0
ترکیه وايي، پرېکړه یې کړې چې اسراییل ته خپل سفیر ولېږي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون چهارشنبه په انقره کې یوه خبري کنفرانس ته له اسراییل سره د ډیپلوماتیو اړیکو د بشپړې احیا په باب وویل: "موږ د ترکیې له اړخه پرېکړه وکړه، چې د اسراییل په بیت المقدس کې خپل سفیر وګمارو. په بل ګام کې ولسمشر ته د سفیر د نوم تر وړاندې کولو وروسته دا لړۍ رسماً پیلېږي."


ترکیه چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي په ۱۹۴۹م کال کې لومړنی هېواد و، چې اسراییل یې په رسمیت وپېژاند، خو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا هم له کړکېچ سره ملې وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса