Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم لس غړي له کابله قطر ته لاړل

0
د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم لس غړي تازه له کابله قطر ته د زده کړو لپاره لاړل.


فرشته بهادر هغه نجلۍ چې تازه د افغانستان د روباټیک ټیم د غړیتوب ترڅنګ قطر هېواد ته رسېدلې.


فرشته او ۹ نورې همکارانې یې تازه د لوړو زدکړو لپاره د قطر هېواد بورسیې ترلاسه کړي.


فرشته وايي، دا او نورې ملګرې یې خوشحاله دي چې په دغو سختو شرایطو کې یې له افغانستان نه بهر د زده کړو لپاره چانس ترلاسه کړی.


هغه زیاتوي: "زیاته هڅه به وکړم څو له دې فرصت نه استفاده وکړم او د افغانستان لپاره ویاړ راوړم."


دغو نجونو چې تازه د قطر پوهنتونو ته لاره پیدا کړې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه دي.


د دوی له ډلې یوه بله بصیره افغانزۍ ده.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ له لوړو زدکړو وروسته انشالله بېرته خپل هېواد ته راګرځو. له نړیوالو غواړو چې نور افغان نجونو ته هم د زدکړو زمینه برابره کړي."


د افغانستان د روباټیک ټیم دغه لس غړې به د ساینس او انجینرۍ په برخه کې په قطر هېواد کې لوړې زده کړې وکړي.


د افغانستان د روباټیک ټیم هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه لس نجونې به د روباټیک په نړیوالو لوبو کې چې د هغې له ډلې یو هم (فرستټ ګلوبل) سیالۍ دي ګډون وکړي.


له بلې خوا د افغانستان د مېرمنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري د قطر هېواد له دغه اقدام نه هرکلی کړی.


هغې په خپل ټوېټر لیکلي چې پر افغان مېرمنو او نجونو پانګونه په ټوله کې د یو باثباته افغانستان لپاره پانګه ده.


د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم په ګڼو نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې چې مډالونه او جایزې یې هم ګټلي.




د معلوماتو له مخې، اوسمهال د افغانستان د روباټیک ټیم ۱۶غړې په قطر کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса