Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

راپور: افغانستان اوسمهال بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شوی

0
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپل تازه راپور کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل یو تراژیک یاد کړی او ویلي دي چې افغانستان اوسمهال یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شوی.


د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د جمهوري غوښتونکو لخوا له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالې په اړه په ۱۱۵ ورقي راپور کې ویلي چې دغې چارې امریکا له ستونزو سره مخ کړه.


دغه راپور چې تېره ورځ پنجشنبه ناوخته له افغانستان نه د ستراتیژیکې ماتې او د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه خپور شو په کې ویل شوي چې له افغانستان نه د امریکا ځواکونو وتلو پرېکړې ډېرې ناسمې پایلې له ځان سره درلودې.


د دې راپور په یوه برخه کې لیک شوي له هغې وروسته چې امریکا په بیړه له افغانستان نه د وتلو پرېکړه وکړه دا هغه مهال و چې ۱۳ امریکايي سرتېرې ووژل شول او دغې چارې د امریکايانو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړ.


د راپور له مخې، له دغې پرېکړې سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا دښمنان باجرئته شوې دي.


د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو غړی مایکل مکول د دې راپور ته خپرېدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "موږ نور سترګې او غوږونه نه لرو، ټوله خوا تیاره ده. موږ نه یوازې دا چې په افغانستان کې د طالبانو، القاعد او داعش له اړخ په تیاره کې یو بلکې د چین، روسیې او ایران له خوا هم په تیاره کې یو. دا یوه ستراتیژیکه خطا وه. موږ په تیاره کې یو او په ځانګړي ډول د افغانستان غوندې هېواد کې په تیاره کې پاتې کېدل بیا ډېر خطرناکه ده. موږ پوهېږو چې د القاعده شبکې غړي ډېر او هغوی اوس یو امن پټنځایه پیدا کړی."




د دې راپور په یوه برخه کې دا هم ویل شوي چې د بایډڼ ادارې ځینې غړي په دې پوهېږي چې له افغانستان نه د امریکا وتل یوه ستراتیژیکه ماتې و او دا یې یوه زشته مرحله بللې.


له دې وړاندې د امریکا جمهور رییس جو بایډن ویلي و چې په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدلی او له ترهګرۍ سره په دغه هېواد کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.


په دغه ۱۱۵ ورقي راپور کې په کابل کې د امریکا لخوا د ایمن الظواهري وژل کېدل ستایل شوي، خو ګواښ شوي چې اوسمهال افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شوی، د داعش د خراسان برخه او القاعده شبکې خپل حضور ته په دغه هېواد کې دوام ورکوي.


د دې راپور په دوام کې لیکل شوي چې د امریکا وتل او خپل ډیپلوماټیک حضور پای ته رسول له افغانستان نه هغه هم پرته له کوم قید او شرط نه دا ښي چې امریکا د ترهګرې پر وړاندې محتده نه ده.


د دې راپور په حواله هغه افغانستان چې اوسمهال د ترهګرو حضور په کې پراخ دی او هغه ترهګر چې د طالبانو له حاکمیت سره له زندانونو ازاد شوه دا یوه خطا ده.


طالبانو د دې راپور تر خپرېدو څه نه دی ویلي خو له دې وړاندې یې ویلي و چې دوی په افغانستان کې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.


دوي ویلي و چې د القاعده شبکې سره د دوی اړیکې پرې شوي او له افغانستان نه نورې نړۍ ته هېڅ ډول خطر نه دی پېښ خو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د دوی دغه ادعا هم له ګڼو پوښتونو سره مخ کړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса