Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د طالبانو حکومت له نړيوالې ټولنې له سېلاب ځپليو سره د مرستو غوښتنه وکړه

0
د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې له سېل ځپلیو سره فوري مرسته وکړي.


د طالبانو دحکومت وياند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې د وروستیو سېلونو له کبله د سر و مال زیانونو ته په اشارې له نړیوالې ټولنې په تېره بیا اسلامي هېوادونو، مرستندویو او بشرپالو موسسو غوښتي چې د دغو پېښو له کبله له زیانمن شویو سره په اوسنیو حساسو شرایطو کې مرسته وکړي.


د افغانستان د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن (دوشنبه) او سبا (سې شنبه) به هم په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي.


اخوا له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۱۷۰ ډېر کسان په سېلونو کې مړه شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.



د سېلونو له کبله تر ټولو وروستۍ ویجاړوونکې پېښه د شنبې په ورځ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالي کې وشوه چې په لړ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса