Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د طالبانو حکومت: نږدې يوه مياشت کې د سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان مړه شوي

0
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، تېره نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتو سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ تنه مړه او ۲۵۰ ټپیان شوي دي.


د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني نن رسنیو ته استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په لوګر، نورستان، ننګرهار، پروان، غزني میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې خلکو ته اوښتې ده.


د حقاني په خبره، ټولو سېلاب ځپلو سیمو ته مرستې رسېدلي، خو هغه ډول چې اړینه ده، کافي نه‌دي.


دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو روانه اوونۍ بیا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتو په اړه له وړاندې خبرداری ورکړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса