Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د سېلابونو له امله کندهار کې شپږ کسان مړه شوي

0
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې نن سهار د سختو اورښتونو له کبله سېلابونو شپږ کسان مړه کي او یو شمېر کورونه او حکومتي تاسیسات یې له منځه وړي دي.


د کندهار د معروف ولسوالۍ د طالبانو امنیه قومندان ملا طاهر ادریس وایي، د سېلابونو له امله دغه ځاني او مالي تلفات د معروف ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوي.


د نوموړي په وینا سېلابونو د ملکي خلکو لسګونه کورونه او د معروف ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او محبس ودانۍ هم تخریب کړي.


د يادونې ده چې له تېرو څو اوونيو راهيسې پرله‌پسې سېلابونو د افغانستان په ډېری ولايتونو کې لسګونه کسان مړه کړل او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړل.


تر ټولو ډېر سېلابونه د لوګر ولايت خوښۍ ولسوالۍ کې راغلي چې ځايي خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса