Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د طالب چارواکو پر سفرونو بنديز په اړه لا هم امنيت شورا خپلمنځي اختلافات لري

0
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي پرون هم د طالب مشرانو پر سفر د بندیز په دریځ کې سره ویشلي و.


دا خبره د فرانسې دولتي تلوېزیون "فرانس۲۴ " د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله کړې ده.


د طالبانو پر ۱۳ مشرانو د سولې د خبرو په هدف د سفر بندیز معاف شوی و، خو دغه معافیت تېره جمعه پای ته ورسېد.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې نور جزییات لا رسنیز شوي نه دي.


تر دې وړاندې ویل شوي چې پر طالب مشرانو د سفر د بندیز په مسئله کې روسیه او چین له اروپایي او امریکایي مشرانو سره یوه خوله نه دي.


طالبانو هم ویلي چې پر دوی بندیزونه د دوحې د تړون خلاف ګام دی او باید له بندیزونو د فشار د وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса