Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

محکمې د عمران خان د نيول کېدو د ضمانت موده بلې اوونۍ پورې تمديد کړه

0
په پاکستان کې یوې محکمې د پخواني صدر اعظم عمران خان د نیول کېدو د ضمانت موده د یوې بلې اوونۍ په مخه تمدید کړه.


پر عمران خان د ترهګرۍ تور لګېدلی دی.


محکمې نن دا قضیه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې وغځوله، د محکمې د دې پرېکړې پر مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې په خپله عمران خان هم حاضر و.


رویټرز اژانس د عمران خان د مدافع وکیل بابر عوان په وینا خبر ورکړ چې د دوی دفاعیه ډله به هڅې کوي چې هرڅومره چې ممکنه وي هغومره به د تمدید لپاره هڅې کوي.


پر عمران خان د اګست په دوه ویشتمه د ترهګرۍ تور وروسته تر دې پورې شو چې ده په اسلام اباد کې د وینا پر مهال وویل چې، د پولیسو پر افسرانو او یوه قاضي به ادعا وکړي چې د ده یو نږدې ملګری یې تر نیولو وروسته شکنجه کړی دی.


عمران خان په دوه زره اتلسم کال کې صدر اعظم شو او سږ کال پارلمان د اپریل په میاشت کې د باور رایه ترې بېرته واخیسته.


حکومتي چارواکي دی د پاکستان د اقتصاد په خرابۍ تورنوي او عمران خان هڅې کوي چې بیا انتخابات ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса