Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

بایډن: واشنګټن به په افغانستان کې له پوځي حضور پرته پر ترهګرو فشار وساتي

0
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، واشنګټن د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې امریکایان ګواښي، نړیوال کمپاین دوه چنده کړی دی.


د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د اګست د ۲۶مې د خونړي برید په لومړۍ کلیزه کې د امریکا ولسمشر ویلي، واشنګټن به په افغانستان کې له پوځي حضور پرته پر ترهګرو ډلو فشار وساتي.


جوبایډن په یوه بیان کې ویلي، چې یو کال وړاندې د کابل د هوايي ډګر بهر دروازې سره په دې پېښه کې ۱۳ مېړني او وطن دوسته امریکايي سرتېري او تر ۱۰۰ ډېر بې ګناه افغانان ووژل شول.


په دغه بیان کې چې د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شو، بایډن زیاته کړه چې له دې حملې وروسته واشنګټن د داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې چې امریکایان ګواښي، نړیوال کمپاین دوه چنده کړی دی.




داعش د هغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو څو ورځې وړاندې وشو.


د امریکا ولسمشر په سوریه کې د داعش ډلې د مشر او په کابل کې د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو یادونه هم کړې ده.


جوبایډن شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د جولای په ۳۱ مه د کابل په شېرپور کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.


وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې طالبانو ایمن الظواهري ته په پناه ورکولو سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.




طالبان وايي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه لا هم د دوی پلټنې روانې دي.


په داسې حال کې چې طالبانو ویلي چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.


په دې وروستیو کې د روسیې د دفاع وزیر په افغانستان کې د داعش او القاعدې د حضور د پراخېدو او له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې.




د تېر کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو سره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي حضور په رسمي ډول پای ته ورسېد.


د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو او یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو له خوا له افغانستانه د وتلو په اړه د ولسمشر بایډن پر پرېکړه نیوکې هم وشوې.




خو سپینې ماڼۍ په پرله پسې ډول له دې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې امریکا کولای شي د امریکا او د هغې د اتباعو پر وړاندې په هر ځای کې ترهګریز ګواښونه له منځه یوسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса