Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

ښايي پاکستان افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو د لېږد موده وغځوي

0
د پاکستان حکومت افغانستان ته د هند لخوا د مرسته شویو غنمو د لېږد مودې په غځولو غور کوي.


انډېن ايکسپرس ورځپاڼې ویلي، چې د هند حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې افغانستان ته د ۱۵۰۰۰ ميټریک ټنه غنمو د لېږد موده وغځوي.


د دې غوښتنې په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار د جمعې ورځ په خپله اوونیزه خبري ناسته کې وویل چې دوی په ځلونو افغانستان ته د هند د غنمو د لېږد موده غځولې او اوس یې هم د مودې غځولو په اړه غور کوي.


د هند د بشري مرستو لومړۍ محموله چې ۲۵۰۰ ټنه غنم و، د فبروري په ۲۶ مه د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شوه.


له هغه وروسته هند د مارچ په ۳مه ۲۰۰۰ ټنه غنم، د مارچ په ۸مه هم ۲۰۰۰ زره ټنه غنم او په جون میاشت کې یې ۳۰۰۰ ټنه غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول.


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم د هند او افغانستان سیاسي اړیکې پرې شوې، خو یاد هېواد لا هم له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса