Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

طالبان: له روسیې څخه د تېلو اخیستو په موخه موافقه ژر لاسلیک کېږي

0
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي، له روسیې سره به د تېلو د اخیستو موافقه ډېر ژر لاسلیک شي.


نور الدین عزیزي چې تېره اونۍ د یوه پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تللی و، په یوه ویډیوي پیغام کې وایي چې د بیو په سر موافقه شوې ده یوازې رسمي موافقه لیک نه دی لاسلیک شوی.


روسیي رسنیو تېره اونۍ ویلي و چې طالبان غواړي له روسیې څخه یو میلیون ټنه تیل واخلي.


په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته د تېلو بیې لوړې شوي دي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا په وینا په تېر یوه کال کې د ډیزلو بیې شاوخوا نوي فیصده لوړې شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса