Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د خوړو نړيوال پروګرام: له ۲۷۰۰۰ سېلاب ځپلو سره مو مرسته کړې

0
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې یې له ۲۷۰۰۰ سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.


دغه سازمان د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل چې، دغه مرستې روانه میاشت په ۱۲ ولایتونو کې شوي دي.


د طالبانو د حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې د تېرې یوې شپې او ورځې په اوږدو کې په ننګرهار او لغمان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي.


په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса