Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

طالبانو په بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی

0
د افغانستان په بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی.


د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس خبر ورکړی چې د کوکنار او د چرسو د کروندو د له منځه وړلو دغه کمپاین د بدخشان په درېیو ولسوالیو، خاش، جرم او بهارک کې پیل شوی دی.


باختر اژانس د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مخده موادو پر وړاندې د مبارزې معینت له قوله لیکلي دي چې په دې درېیو ولسوالیو کې به په ۳۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه کرل شوي کوکنار او چرس له منځه یوړل شي.


د کوکنارو د له منځه وړلو دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې د بدخشان په ګډون په ګڼو ولایتونو کې بزګرانو ویلي دي چې د طالبانو حکومت د بدیل کښت په برخه کې له دوی سره هېڅ مرسته نه ده کړې.


که څه هم طالبانو ویلي دي چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کوي، خو دا هېواد لا هم په نړیواله کچه د مخدره موادو د تولید مهم مرکز کڼل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса