Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

کابل کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

0
د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن له غرمې وروسته د کابل ښار د اولسمې حوزې اړوند سرکوتل سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.


هغه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کرولا ډوله موټر چاودېدونکي توکي لېږدول.


خو هغه دا ونه ویل چې دغه چاودېدونکي توکي چا او چېرته لېږدول.


ځدراڼ دغه راز ویلي، سیمې ته د څېړنو په موخه پلاوی رسېدلی.


یو شمېر رسني وايي، چاودنه د طالبانو په هغه موټریز کاروان شوې چې له باګرام څخه کابل ته په لاره وو.


شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د کابل په همدې سیمه کې یوه جومات کې دننه چاودنې د ملاامام په ګډون ۲۱ کسان ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل.


طالبانو په باګرام هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لومړۍکلیزې په مناسبت نن د سنبلې په نهمه ځانګړي مراسم نیولي وو.


تراوسه کومې ډلې د نننۍ چاودنې مسوولیت نه دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса