Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د اټومي انرژۍ د څارونکو يوه ډله اوکراين ته روانه شوه

0
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د مفتشانو یوه ډله نن د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا د جګړه ځپلو اټومي تاسیساتو پر لور روانه شوه.


دا په داسې حال کې ده چې په دې اټومي بټۍ کې د احتمالي پېښې له کبله نړیوالې اندېښنې په زیاتېدو دي.


د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي پرون په کییف کې خبریالانو ته وویل، دی هیله من دی چې د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د څارنې لپاره به په اوکراین کې یو دایمي ماموریت رامنځ ته شي.


روسیې پر اوکراین له یرغل یوازې دوه اوونۍ وروسته د روان کال د مارچ په لومړیو کې د دغه بټۍ کنټرول په لاس کې واخیست، خو په ورته وخت کې یې اوکرایني انجینرانو ته په دې بټۍ کې د کار کولو اجازه ورکړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса