Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

نن له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لومړۍ کليزه ده

0
نن د اګست ۳۱مه له افغانستانه د متحدوایالتونو او نورو هېوادونو د سرتېرو د وتلو لومړۍ کلیزه ده.


ولسمشر جو بایډن چې له افغانستانه د پوځي ځواکونو په وتلو کې د ګډوډۍ له کبله تر سختو انتقادونو لاندې دی په یوه لنډ بیان کې يې د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته نژدې په یوه انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خپګان وښود.


د امريکا دفاع وزیر لویډ اسټین د امریکا پوځي ځواکونو ته په یو پیغام کې په افغانستان کې د وژل شویو ۲۴۶۱ امریکایي سرتېرو یاد ته درناوی وکړ.


دا يادونې ده چې نن د اګست ۳۱مه طالبانو په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې او له دغه هېواد د ټولو بهرني ځواکونو د وتلو په مناسبت دا ورځ نمانځي.

 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса