Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د امريکا ولسمشر د 'ميخاييل ګورباچوف' پر مړينه خواشيني ښودلې

0
د پخواني شوروي اتحاد د وروستني مشر میخاییل ګورباچوف په مړینه د امریکا د ولسمشر جو بایډن په شمول د نړۍ مشرانو خواشیني ښکاره کړه.


ښاغلي ګورباچوف تېره شپه له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د مسکو په یوه روغتون کې د ۹۱ کلونو په عمر سا پرې کړه.


ګورباچوف له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ پورې د شوروي اتحاد مشر و او په دې موده کې یې ډېره هڅه وکړه چې اصلاحات راوړي، پرانیستې سیاسي فضا رامنځته کړي، له واشنګټن سره د مسکو اړیکې ښې کړي او له افغانستانه د شوروي سور پوځ وباسي.


ګورباچوف همدا راز د ختیځې اروپا په کمونيستي هېوادونو کې په ولسي پاڅونو کې د لاسوهنې مخه ونیوله.


د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي، ګورباچوف راتلونکې متفاوته تصور کړې وه او دا زوړرتیا یې لرله چې داسې راتلونکې ته د رسېدو لپاره خپل موقعیت په خطر کې واچوي.


د امریکا ولسمشر همدا راز ویلي: "د دغو اقداماتو نتیجه خوندي نړۍ او میلیونونو انسانانو ته لا زیاتې ازادۍ وې."




میخاییل ګورباچوف د خپل عمر په وروستیو دوو لسیزو کې له سیاسته ګوښه و خو په ۲۰۱۴ کې د روسیې له لوري د کریمیا ټاپووزمې له نیولو او له خپلې خاورې سره د هغې له یو ځای کولو او همدا راز پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته یې پر له‌پسې له مسکو او واشنګټن څخه غوښتنې کولې چې په خپل منځ کې اړیکې ښې کړي.


د ګورباچوف په مړینه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژوره خواشیني ښوولې ده.


د ښاغلي پوتین وياند انټرفکس خبري اژانس ته ویلي چې، د ټلېګرام له لارې به د ګورباچوف کورنۍ ته غمرازي ولېږي.


د ملګرو ملتو سرمنشي انتوني ګوتریش هم ګورباچوف د داسې سیاستوال په توګه یاد کړ چې د تاریخ لوری یې بدل کړ.




ده ویلي، ګورباچوف تر بل هر چا زیاته هڅه کړې چې سړه جګړه په سوله‌ییز ډول پای ته ورسوي.


د برېتانیا صدراعظم بوریس جانسن ویلي چې، تل یې د سړې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ګورباچوف زړه ورتیا او صداقت ستایلی دی.


د اروپايي اتحادیې د کمېسیون مشرې اورزلا فون دیرلین داسې مشر بللی چې د باور او درناوي وړ و.


دې همدا راز ویلي: "ګورباچوف د سړې جګړې په پای ته رسولو او د وسپنیزې پردې په لېرې کولو کې حیاتي رول درلود."



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса