Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

افغانستان کې د رسنيو د بندېدو او وضعيت په اړه اندېښنه وښودل شوه

0
د خبريالانو نړيوال فدراسيون په افغانستان کې د رسنيو د بندېدو او وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې.


د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو د پرلپسې دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.


دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان رسنیو د خوندیتوب لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.


د دغه فدراسیون په اعلامیه کې په خوست کې د رڼا غږ راډیو د بندیدو په اړه هم ویل شوي.


په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې "رڼا غږ" راډیو د سپټمبر په ۲۲مه د اقتصادي ننګونو له امله خپلې دروازې تړلي.






په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د دغې راډيو د تړل کېدو له امله د دغې راډيو ٢٠ تنو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.


په ورته وخت کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی مسوولان وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۴۸ سلنه رسنیو د اقتصادي او سیاسي ننګونو له امله خپرونې بندې کړې دي.


د «نی» دفتر استازي ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه افغان حکومت او نړیواله ټولنه افغان رسنیو ته پام نه کوي. موږ د افغان رسنیو راتلونکی خورا تیاره وینو. په لنډه موده کې دا ناشونې ده چې موږ به د افغانستان د رسنیو ستونزې حل کړو."


د ملي او نړیوالو رسنیزو ادارو د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته زیات شمېر رسنیو فعالیت بند کړی او ډېری خبریالان د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي دي.


دا مهال د کار محدودیتونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی، وهل ټکول، د یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول او زنداني کول د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لویې ننګونې بلل کېږي.


د خبريالانو د نړيوال فدراسيون د اعلاميې له مخې، د "رڼا غږ" راډيو په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په خوست او پکتيا ولايتونو او د پاکستان په شمالي وزيرستان ځینو سیمو کې خپلې خپرونې پيل کړې وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса