Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

يوناما: پر کاج ښوونيز مرکز د بريد له امله ۴۳ کسان وژل شوي او ۸۳ ژوبل دي

0
داسې مهال چې په افغانستان او له هېواده بهر، په کاج ښوونیز مرکز د برید په اړه اعتراضونه روان دي، یوناما د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې نوې شمېرې خپرې کړي.


په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن سهار خبر ورکړ چې د جمعې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د شوې برید له امله ۴۳ تنه وژل شوي او ۸۳ نور ټپیان دي.




د یوناما له قوله، د دوی د بشري حقونو څانګې له‌ خوا په کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو د تایید لړۍ لا هم روانه ده او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مسؤلينو مو د یوناما د خپرو شویو شمېرو او له دوی سره د دې پېښې د نویو جزیاتو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ.


پر کاج ښوونیز مرکز د برید نن څلورمه ورځ ده، خو لا یې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.




تر اوسه د هغو څېړنو جزیات هم نه‌دي روښانه شوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یې له دې پېښې وروسته، د پیل خبر ورکړی و.


ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ملاتړو نړیوالو بنسټونو او یو شمېر هېوادونو د دې پېښې د څېړنې او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.


هاخوا نن سهار په مزار شریف کې د بلخ پوهنتون یو شمېر محصلینو چې اکثریت یې نجونې وې، پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون کړی.


په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې لاریون کوونکې واټونو ته راوتلي او د عدالت غوښتنه کوي.


له دې وړاندې په کابل، هرات او بامیان کې هم پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې نجونو او ښځو لاریونونه کړي.




خو په دې لاریونونو کې د طالبانو له‌خوا له معترضو نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی هم شوی.


په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي، یو طالب وسله‌وال په هرات کې د پروني لاریون پر مهال یوې نجلۍ سره نا سم چلند کوي او راکاږي یې.


د دې ترڅنګ په کابل او هرات کې په معترضو نجونو او ښځو هوايي ډزې هم شوي، هغه کړنه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یې له طالبانو د مخنیوي غوښتنه کړې.




له افغانستان بهر هم د دغه پېښې د غندنې غونډې شوي چې، پرون د کاناډا په تورنتو ښار کې یو شمېر افغانانو دا برید وغانده.


ویل شوي، چې نن به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم هلته د مېشتو افغانانو له خوا په دې تړاو اعتراضیه غونډه کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса