Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

اندېشه: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خونړيو پېښو د حساب ورکونې مېکانېزم رامنځته کړي

0
اندېشه: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خونړيو پېښو د حساب ورکونې مېکانېزم رامنځته کړي

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک د زوال پر لوري روان دي.

نوموړي چې نن یې د دې شورا په غونډه کې څرګندونې کولې وویل، طالبان په افراطي مفکورې او انتحاري حملو سره په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې، القاعده او نورو ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو سبب شوي دي.

نوموړي وويل: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، څو فرهنګي او ملتي ټولنه په سرعت د نابودۍ خواته روانه ده. د هندوانو، سېکهانو، یهودانو، مسیحانو په څېر مذهبي اقلیتونه او نور خلک لکه هزاره ګان، تاجکان، اڅکزي او پښتانه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له‌خوا په نښه شوي دي."

ښاغلي اندېشه د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د تېرې جمعې د ورځې برید ته اشاره وکړه او ویې ویل، د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا باید له عمومي او نژادي تبعیض، کرکې خپرولو او پر ښوونیزو مرکزونو او اقلیتونو د حملو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ملګروملتونو ویلي چې، په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۳ تنه چې ۴۶ یې نجونې او ښځې دي وژل شوي او ۱۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د خونړیدو بریدونو د څېړنې لپاره د حساب ورکونې یو مکانېزم جوړ شي.

ښاغلي اندېشه وويل: "د دې شورا له غړیو غواړم چې په افغانستان کې د حملو د غندلو ترڅنګ، د ځانګړي راپور ورکونکي ماموریت پیاوړی کړي او د حساب ورکونې لپاره یو ځانګړی مېکانېزم رامنځته کړي چې په نتیجه کې یې د هغو ټولو کسانو لپاره چې په تېر او اوس کې د قوم، مذهب او نژادي هویت پر اساس وژل شوي، عدالت تامین شي."

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د استازي د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېر کې یې ویلي چې اجازه به ورنه‌کړي چې د افغانستان مذهبي اقلیتونه د حملو لپاره په نښه شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې هزاره ګان، شیعه ګان، سېکهان، هندوان او صوفیان په کابل او ولایتونو کې په څو خونړیو حملو کې په نښه شوي دي.

د ډېرو دغو حملو مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی، د هغې ډلې چې د طالبانو په خبره په سلو کې ۹۸  له منځه وړل شوې ده.

خو د امنیتي او دفاعي چارو کارپوهان وایي، داعش ډله په اوس وخت کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته په یوه لوی سرخوږۍ بدله شوې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Александр Зверев

Александр Зверев раскритиковал график соревнований в туре






Собянин сообщил о сбитом на подлете к Москве беспилотнике

В связи с «желтым» уровнем в Крыму и Севастополе не выполнили приказ Шойгу

Володин: Путин внес в Госдуму РФ кандидатуру Мишустина на пост премьер-министра

Если ж/д рейс «Нижний Новгород – Крым» будет востребован, то его продлят