Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

طالبان: د داعش ډلې د بهرنيو اړيکو مالي مسؤل مو نيولی

0
د طالبانو د حکومت استخبارات وايي، د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د 'خوارجو' د ډلې د بهرنیو اړیکو او مالي چارو مسؤل نیولی دی.


طالبان د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړو لپاره کاروي.


په یوه بیان کې چې بېګا د استخباراتو پر رسمي ټویټر خپور شو ویل شوي چې د مالکي په مستعار نوم دې تورن کس د اوکرايین، جرمني او اسپانیا په ګډون له نورو هېوادونو څخه مالي مرستې د دوی په وینا د خوارجو ډلې ته راوړلې او د دې ډلې د جلب او جذب مسوول هم و.


طالبانو د دوحې په تړون کې له متحدو ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره موافقه کړې وه چې د ترویستي ډلو فعالیت ته به اجازه نه ورکوي خو له تېر یوه کال راهیسې د دوی حکومت له دې تورونو سره مخامخ دی چې د القاعده شبکې په ګډون یې تروریستانو ته په افغانستان کې ځالې ورکړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса