Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

پر کاج ښوونيز مرکز د بريد له امله د قرباني زده‌کوونکو په ياد غونډه

0
د کاج ښوونیز مرکز یو شمېر زده‌کونکو پر دغه مرکز د تېرې اوونۍ د چاودنې له امله د قرباني شویو کسانو یادغونډه جوړه کړې وه.


زهرا هغه زده کونکې ده چې د (کاج) پر ښوونیز مرکز د انتحاري حملې پر مهال خپله ټپي شوه او په وړاندې یو شمېر ملګري او ټولګیوال ووژل شول.


زهرا وايي، د پېښې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز کې د ازمایښتي کانکور په ازموینه کې د زده‌کونکو شمېر د نورو ورځو په پرتله ډېر و.




نوموړې وايي: "هغه څه چې ما ولیده، لومړۍ یې د دروازې ګاردان وویشتل چې موږ هم اول د ‌ډزو غوږونه واورېده، له هغې وروسته بیا پرله‌پسې ډزې وشوې، همصنفۍ مې راته ویل چې راځه د یوې چوکۍ لاندې کېنو، موږ خپل سرونه د چوکۍ لاندې کړه، په دې کې به دوه دقیقې نه وې تېرې چې زموږ غږونه کاڼه شو له څه ځنډ وروسته مو چې سر پورته کړ ومو لیده چې زموږ د صنف چت نه و، ځیني زخمیان او ځینې مړه، په وژل شویو کې یوه نازنین نومېده او بله وحیده چې دواړه زما نږدې ملګرې وې."


خو دا ټینګار کوي چې دغه ډول بریدونه یې د زده‌کړو مخه نه‌شي نیولی.

 




د کاج پر ښوونیز مرکز د تېرې جمعې د ورځې په انتحاري حمله کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د راپور پر بنسټ ۵۳ زده‌کوونکي ووژل شول او له سلو ډېر ټپيان شول.


د چاودنې مسؤلیت تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.


نن پر دغه ښوونیز مرکز یو شمېر زده‌کوونکو د پرتو کتابتون په همکارۍ د چاودنې د قربانیانو یاد غونډه جوړه شوې وه.


ددې کتابتون یو مسؤل عبدالحسین ازادي راډیو ته وویل: "زموږ هدف د تېرې پېښې درناوی، د زده‌کونکو تشویق او د هغوی رابلل بېرته خپلو درسونو ته دي."




په دغه غونډه کې د کاج ښوونیز مرکز یو زده کونکی توکل بیا د درسونو پر دوام ټینګار کوي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "موږ ډېره انګېزه واخیسته او زړور شو، د دې لپاره چې اماده شو او خپله لاره تعقیب کړو، له تېر ځلې موږ دا وار ډېر زړور چمتو شوي یو."




که څه هم د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له پېښې وروسته د څېړنو خبره کړې وه خو د یوې اوونۍ له تېرېدو وروسته ېې هم د څېړونو په اړه تازه جزیات نه‌شته.


د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.


په تېره یوه اوونۍ کې د کابل په یو شمېر نورو سیمو کې هم بمې چاودنې شوي چې له امله يې تر ډېره ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса