د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې د مظاهرو پر مهال تر اوسه ۱۸۵ کسان وژل شوي
د ایران رژیم سره له دې چې مظاهرې ځپي، خو اعتراضونه لا هم روان دي.
اکثره اعتراض کوونکي غوښتنه کوي چې ایران کې باید د ایت الله علي خامنهیي رهبري وپرځول شي.
د ایران په ګڼو ښارونو کې دغه مظاهرې وروسته تر هغه پيل شوې چې د اخلاقي امنیت پولیسو د مهسا امیني په نوم ځوانه نجلۍ د حجاب نه مراعاتولو په تور توقیف او وروسته یې سا ورکړه.
پولیس وایي، هغه د زړه د حملې له کبله سا ورکړې، خو کورنۍ او خواخوږي یې وایي، نوموړې تر شکنجې لاندې وژل شوې.
