Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

هيدر بار: افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ د نجونو د زده‌کړو مخه نيول شوې ده

0
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، یوازې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د نجونو د تعلیم مخه نیول شوې ده.


مېرمن بار پرون د وړو نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي، څه باندې کال کېږي چې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلي دي.


د وړو نجونو په مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي: "د هېواد له ټولو نجونو غواړم چې په قوي اراده او نه ستړې کېدونکو هڅو زده‌کړې وکړي."


بل‌خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن لیکلي، په کار ده د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي او ټولو نجونو ته د برابر تعلیم زمینه برابره شي.


بل پلو تازه د نجونو د ښوونځيو د بند ساتلو په خاطر امريکا پر طالبانو تازه بنديزونه هم ولګول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса