Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

ريچارد بېنيټ له طالب چارواکو سره د نجونو پر زده‌کړو خبرې کړي

0
د طالبانو چارواکي وايي، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره یې د نجونو پر تعلیم، د اقلیتونو پر خوندیتوب او نورو مسایلو خبرې وکړې.


په بېلابېلو اعلامیو کې ویل شوي، چې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون له ریچارد بېنیت سره د هندوانو او سېکهانو د خوندیتوب تر څنګ، د نجونو د تعلیم پر حق، د ښځو پر حقونو، بشري حقونو او د رسنیو پر فعالیت بحث وکړ.


د طالبانو د عدلیې سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي هم له ریچارد بېنیت سره د قوانینو پر جوړولو، د ټروریزم په وړاندې پر مبارزه او نورو مسایلو خبرې وکړې.


روانه اوونۍ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ریچارډ بېنیت ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.


د هغه په ماموریت کې دوه نوي مسؤلیتونه چې یو د ماشومانو د حقونو لپاره کار او بل په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو ثبتول او د بشري حقونو نړیوالې شورا ته د هغو وړاندې کول هم ور زیات شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса